ایکناد ایرناقوله راپور راکړ،د پاکستان لومړي وزیرعمران خان له اسلام سره د مقابلې د بهیرپه ضد د روسیې د ولسمشر ولادیمیرپوتین د وروستیو څرګندونو په هرکلي سره پخپل یوه پیغام کې ولیکل،د ولادیمیر پوتین د څرګندونوهرکلی کوم او دا روښانه ده چې د اسلام دګران پیغمبر په شان کې ګستاخي د بیان آزادي نه ده او هیڅکله هم د بخښلو وړ هم نه ده .
د پاکستان لومړي وزیر زیاته کړه د روسیې د ولسمشرڅرګندونې ددغه پیغام د منعکس کولو د اهمیّت ښودنه کوي،چې د پيغمبراکرم (ص) په شان کې بې حرمتي هیڅکله هم د بیان د آزادۍ برخه نه ده .
عمران خان ووئيل،مونږ مسلمانان په تیره بیا داسلامی هیوادونو واکوالان باید له اسلام سره دډغره وهونکي بهیر سره دمقابلې لپاره دغه پیغام دغیر اسلامی هیوادونو واکوالانو ته مخابیره کړو .
د وئيلو ده چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون په ماسکو کې په خبری کنفرانس کې روښانه کړې،چې د اسلام د پیغمبرسپکاوی د بیان آزادي نه ده، بلکې دغه شان اقدامات نفرت خورونې او افراط پالنې ته لازیاته لمن وهي .